د لارو بیا بیا بندېدو او د مالیو لوړېدو د افغانستان او پاکستان سوداګري سخته اغېزمن کړې ده

افغان سوداګر وايي، چي د پاکستان له لاري د مالونو ټرانزیت یې شاوخوا اتیا سلنه کم کړی او پر ځای یې د منځنۍ اسیا او ایران پر لارو اتکا کوي.
د دوی په وینا اوس افغانستان تر ټولو ډېره راکړه ورکړه له ایران سره لري.
د افغانستان او پاکستان سوداګر وايي، چي د پاکستان له لوري په دوه اړخیزه سوداګرۍ کي د خنډونو له کبله د دوو هیوادونو ترمنځ سوداګري ډېره کمه سوې ده.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوني خونو د مشرتابه پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي چي د پاکستان له لاري د افغانستان د سوداګري مالونو ټرانزیت شاوخوا اتیا سلنه کم سوی دی.
د ښاغلي الکوزي په وینا، د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سوداګرۍ کي ستونزي په وروستیو دوو کلونو کي ډېري سوي دي.
ښاغلی الکوزی وايي، چي اوس افغانان ډېره سوداګري د ایران او د منځنۍ اسیا د هیوادونو له لارو کوي.
هغه ویلي، چي د سوداګرۍ په لارو کي خنډونو نه یوازي افغان سوداګرو ته تاوانونه اړولي بلکي پاکستاني سوداګر یې هم ډېر زیانمن کړي دي.