د لبنان حزب‌الله د یکشنبې په سهار وختي د اسراییل په شمال کي پر څو سیمو تر ۱۰۰ زیات توغندي ویشتلي دي

دې ډلي، ویلي چي ځیني توغندي یې د حیفا ښار ته نږدې لګېدلي دي.
داسې ښکاري چي د جګړې ښکېل اړخونه د تاوتریخوالي له زیاتوالی وروسته د بشپړي او پراخي جګړې پر لور روان دي.
د تېري شپې له توغندويي برید وروسته د اسراییل په شمال کي د هوایي بریدونو لپاره د خطر زنګ ووهل سو او په زرګونه خلک پناه ځایونو ته ولېږدول سول.
د اسراییل پوځ ویلي چي توغندي د ملکي سیمو پر لور ویشتل سوي خو تر اوسه یې د زیان په اړه معلومات نه دي ورکړل سوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *