د لبنان حزب‌الله ډلي ویلي، چي نن یې د حیفا په جنوب کي د اسرايیل پر یوه پوځي اډه یو لړ میزاییل ویشتلي دي

دا په‌داسي حال کي ده، چي اسرايیل نن د یوم کیپور په نوم د یهودانو مهم مذهبي جشن لمانځي.
د ایران متحدي ډلي حزب‌الله په یوه اعلامیه کي ویلي، ځواکونو یې د میزاییلو په حملې سره د اسرايیل د منفجره موادو یوه فابریکه په نښه کړې ده.
دا په‌داسي حال کي ده، چي په لبنان کي د ملګروملتونو د سوله ساتني پر ماموریت د اسرايیل دویمي هوايي حملې په ډیپلوماتیک ډګر کي انتقادونه پارولي دي.
ملګروملتونو پرون ویلي چي، په‌دې پېښه کي دوه سریلانکايي سوله ساتي ټپیان سوي دي.
بل خوا حزب‌الله د قوماندې یو نوی مرکز جوړ کړی او د دې ډلي مسوولینو ویلي چي اوږده جګړه په مخ کي لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *