د لبنان حزب الله ډلي نن سهار اعلان کړی چي، تلابیب ښار ته نږدې دوې مهمي اډې او د حیفا په لوېدیځ کي د سمندري ځواکونو یوه اډه يې په نښه او ویجاړه کړې ده.
د لبنان حزبالله ډله یو سیاسي او پوځي ډله ده، چي د لبنان ډېري جنوبي سیمي کنټرولوي.
دا په داسي حال کي ده چي اسراییل ته ځي او هلته به پر اسراییلو د اوربند موافقې ته د رسېدو لپاره لا زیات فشار راوړي.
د لبنان په جنوب او د پلازمېني بیروت په جنوبي سیمو باندي د اسرايیلو له خوا د تېري شپې له سختو بریدونو وروسته، حزب الله اعلان وکړ چي د تلابیب په څنډه کي یې د ګلیلوت او نیرت په سیمه کي د پوځي استخباراتو مرکزونه په نښه کړي دي.
حزب الله همدا راز اعلان وکړ چي د اسرايیلو په شمال کي د حیفا څخه بهر یوه سمندري اډه یې هم په راکټونو ویشتلې ده.
د تلفاتو په اړه سمدستي راپور نه سته.
اسرايیلي چارواکو ویلي، د تلابیب په جنوب ختیځو سیمو کي د هوايي بریدونو لپاره د خطر زنګ هغه مهال وږغول سو، چي یوه توغندی له لبنان څخه تېر سو او په یوه ازاده سیمه کي ولګېدی.