د لبنان د روغتیا وزارت وایي، د دې هیواد پر شمال‌ختیځو سیمو د اسراییل د جمعي د ورځي په بریدونو کي لږ تر لږه ۵۲ کسان وژل سوي دي.

د اسوشټیډ پرس خبري اژانس د راپور له‌مخي اسراییل په وروستیو اوونیو کي د حزب‌الله پر وړاندي په بریدونو کي د لبنان پر لویو ښاري سیمو لکه بعلبک چي اتیا زره اوسېدونکي پکښي اوسي، تمرکز کړی دی.
اسراییل همدارنګه پرون جمعه د غزې پر مرکزي برخي هم بریدونو ته دوام ورکړی وو.
په‌دې سیمه کي د روغتون چارواکو وویل چي، د ۲۵ کسانو جسدونه یې تر لاسه کړي چي د اکتوبر له دېرشمي راهیسي د اسراییل په هوايي بریدونو کي وژل سوي وه.
اسراییل ویلي چي، په‌دې بریدونو کي د حماس بنسټیز تاسیسات په نښه سوي دي.
اسراییل په غزه کي د حماس د پاته وسله‌والو پر وړاندي بریدونه زیات کړي، شمالي سیمي یې له خاورو سره یو کړي، چي په‌دې سیمو کي د پاته کسانو د بشري وضعیت د لاخرابېدو په اړه یې اندېښنې زیاتي کړي دي.د لبنان د روغتیا وزارت وایي، د دې هیواد پر شمال‌ختیځو سیمو د اسراییل د جمعي د ورځي په بریدونو کي لږ تر لږه ۵۲ کسان وژل سوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *