د لبنان په شمال کې پرون د اسراییلو په هوايي برید کې لږترلږه ۲۱ کسان ووژل سول

د لبنان د روغتیا وزارت ویلي چي اته نور ټپیان سوي دي.
د راپور پر اساس، د ایتو ښارګوټي کي د اسراییلو په هوايي برید کي هغه کور په نښه سوی چي بېځایه سویو کډوالو ته په کرایه ورکړل سوی وو.
اسراییلو داسي وخت پر لبنان بیا بمباري کړې چي د اسراییل اکثر خلک له لبنانه د راکټونو د لګېدو په سبب په پټنځایونو کي اوسي.
پرون پر اسراییلو باندي حزب‌الله ته په منسوبو توغندیزو بریدونو کي لږترلږه څلور اسراییلي عسکر وژل سوي او تر ۶۰ نور زیات ټپیان دي.
بل خوا امنیتي ګواښونو ته په کتو استرالیا له خپلو اتباعو غوښتي چي له اسراییلو ووځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *