د لغمان د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې اعلاميه کي ويل سوي

د لغمان د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې اعلاميه کي ويل سوي، چي د پنج شنبې په ورځ د کابل – جلال اباد پر لويه لاره د لغمان ولایت اړوند د قرغه‌يي ولسوالۍ په کاکڅ سیمه کي دوه موټران ټکر سوي، چي پر مهال ئې درې کسان وژل سوي او پنځه نور ټپيان دي.
خبرپاڼه ليکي چي په وژل سوو کسانو کي يوه ښځه، يو کوچنی او يو نارينه شامل دي.
د خبرپاڼي په حواله چي د دغي پېښي ټپيان د کاکڅ روغتون ته د درملني په موخه انتقال سوي او روغتيايي حالت ئې د انديښنې وړ نه دئ.