د لغمان مرکز او یوشمېر ولسوالیو کي صنعت‌کاري مېرمني وايي چي دغه ولایت کي یې، د ښځو بازار نیمګړي چاري دي بشپړي سي

د مسوولانو په وینا، په دغه ولایت کي شاوخوا ۵۰۰ مېرمني په فردي ډول کاروبار کوي او یوشمېر دغه مېرمني چي د خوراکي توکو او د ښځینه جامو ګنډلو په څېر بېلابېل توکي تولیدوي وايي، محصولات یې، د پام وړ بازار نه ‌لري.

یادو مېرمنو وویل، اسانتیاوي ورته په نشت حساب دي، خو بیا هم بدي ورځي اړ کړي چي د یوې مړۍ نفقې پیدا کولو لپاره کار وکړي.

د هغوی په وینا، عام بازار کي یې توکي د پام وړ ګټه نه کوي؛ خو که د ښځینه ‌وو مارکېټ جوړ سي، کولای سي خپل تولیدات په اسانۍ او ښه بیه خرڅ کړي.

په لغمان کي د ښځو د سوداګرۍ خوني مسولي ویلي، مهترلام ښار کي د سوداګرو او صنعت‌ کارا مېرمنو د ځانګړي مارکېټ کارونه تېر نظام کي پیل سوي وه؛ خو تر اوسه نه دي بشپړ سوي.

هغې وویل، د یاد مارکېټ د چارو بشپړولو لپاره یې له اړوندو ادارو سره خبري کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *