د لغمان مسوولین وایي چي نږدې د ۱۴۶ میلیونه افغانیو په لګښت ۶ پروژې ګټه اخیستنې ته وسپارل سوي دي.

د لغمان ولایت مسوولین وایي چي په دغه ولایت کي د نږدې ۱۴۶ میلیونه افغانیو په لګښت ۶ پروژې ګټه اخیستنې ته وسپارل سوي دي. د یادو پروژو پر پلی کیدو ځايي خلک خوښ دي او له دولته د دغسي پروژو د دوامداره کیدو غوښتنه کوي.