د لغمان ولایت د ط..البانو د کور او ښار جوړولو ریاست ويلي، چي په دغه ولايت کي ئې د ګاونډيو هيوادونو څخه تازه راغلو ۳۱۶۴ کډوالو ته نمرې ورکړي دي.
د هغوی په خبره، چي دغه نمرې ئې په مهترلام بابا او کافرګلۍ ښارګوټي کي پر دغو کډوالو وېشلي دي.
بايد وويل سي، چي د ګاونډيو هيوادونو څخه تازه راغلي کډوال د بېکارۍ او د سرپناه له نشتوالي شکایت کوي.