د لوړو زده کړو وزير: په شل کلنه مبارزه کی د لغمان د ولسونو قربانۍ د ستایني وړ دي.

د لوړو زده کړو وزير شېخ ندامحمد نديم نن لغمان ولایت د سفر پرمهال، په دې ولايت کي د ۵ ميلونو افغانيو په ارزښت د پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لپاره يوه راډیو افتتاح کړه او ژمنه یې وکړه، چي د پوهنتون لپاره د ماسټرۍ پروګرام، لاربراتوار، د پوهنتون احاطوي دیوال او د غونډ لپاره تالار جوړول به هم منظور کړي.
نوموړي يوې لوي ولسي غونډي ته وويل، چي اوس مهال د مدرسې او پوهنتون ترمنځ واټن کم سوی او ددې زمينه برابره سوې، چي افغان محصلين په اسلامي فکري ډول خپلي زده کړي مخ ته يوسي.
نوموړي له محصلينو وغوښتل، چي د خپلو زده کړو په برخه کي دي ځانونه ورسوي، چي دامهال ورته نظام او وطن ضرورت لري.
ښاغلي وزير په شل کلن جهاد کي د لغان د ولسونو قربانۍ وستايلې او غوښتنه يې وکړه، چي اوس مهال دي هر مسول کس د خلګو د ستونزو حل ته رسيدګي وکړي.
د هغه په خبره، چي د وطن جوړېدو لپاره زمينه برابره سوې او په راتلونکو پنځو کلونو کې به د هيواد د پرمختګ په برخه کې لوی مثبت بدلونه رامنځ ته شي.