د دغه ولایت د لوړو زدهکړو موسسې رییس مولوي ضیاالاحمدصارم وویل، په بشپړو سویو پروژو کي د لوړو زدهکړو موسسې احاطوي دیوال، عمومي دروازه، څلور حلقې ژوري څاګاني او نور اړیني چاري شاملي دي.
نوموړي همدارنګه زیاته کړه، د یادو پروژو له پرانېستي سره اوس د دغه ولایت د لوړو زدهکړو موسسې د ښوونکو او محصلینو ډېری ستونزي هواري سوي دي.
بلخوا د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي ندامحمد ندیم وویل، لوړو زدهکړو وزارت د هیواد په کچه د پوهنتونونو او لوړو زدهکړو موسسو ودانیو او اړتیاوو پورهکولو ته لومړیتوب ورکړی دی.
باید وویل سي چي د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست مولوي ندامحمد ندیم د لوګر د لوړو زدهکړو موسسې له ښوونکو او محصلینو سره هم د هغوی د ستونزو او لاستهراوړنو په تړاو جلا جلا لیدلي دي.