د لوګر څخه محلي سرچينو د سې شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي

د لوګر څخه محلي سرچينو د سې شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د لوګر ولايت په مرکز حصارک سيمه کي يو ط..الب پلار خپله لور ويشتلې او وژلې ده.
د سرچينې په خبره چي دغه پلار خپله لور ځکه وژلې چي هغه د خپل خاوند سره په ټيليفون کي خبري کولې‌.
د سرچينې په حواله چي دغه قاتل ولي الله نومېږي او مخکي د خوښۍ ولسوالۍ له پاره د ط..البانو ولسوال و، چي اوس هم په ط..البانو کي دنده لري.

سرچينه زياتوي، چي دغه قاتل ط..الب خپل د لور د جنازې په مراسمو کي ګډون هم نه و کړی.