د لوی وطن ارمانجن ګيله من وزير د شمالي وزيرستان په اسد خېلو کي خاورو ته وسپارل سو

د پښتون ژغورني غورځنګ د مخکښ فعال، ولسي شاعر، د لوی وطن ارمانجن، پر افغانیت او پښتو مین ګیله من وزیر د شمالي وزیرستان د رزمک په اسدخېلو کلي کي د هغه په پلرنۍ هدیره کي خاورو ته وسپارل سو.
د نوموړي په جنازه کي د پي ټي ایم د فعالانو تر څنګ د شمالي وزيرستان او يو شمېر نورو سيمو زرګونو کسانو ګډون کړی وو.
د لر او بر وطن تر څنګ په ګڼو هیوادونو کي هم د ګيله من وزير د غايبانه جنازې لمونځونه ادا کړل سول.
د پښتون ژغورني غورځنګ مشرانو، غړو او پلویانو د وزیر جسد د جولای پر ۱۱مه په یوه قافله کي له اسلام اباده د پېښور پر لاره وزیرستان ته ولېږداوه.