د مارچ اتمه؛ ښځي او نجوني وایي، د دوی پر مخ دي د زده کړو او کار بندیزونه پای ته ورسیږي

نن د مارچ اتمه، د ښځو نړیواله ورځ ده
په افغانستان کي ښځي او زده کوونکي نجوني د ښځو د نړیوالي ورځي په مناسبت یو ځل بيا غوښتنه کوي چي د نجونو د زده کړو بندیز دي پای ته ورسول سي.
دوی وايي، هیله لري چي په نوي تعلیمي کال کي د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې پرانیستل سي.
ملګرو ملتونو هم یو ځل بیا په افغانستان کي پر ښځو او نجونو د بندیزونو پر لیري کولو ټینګار کړی دی.
په افغانستان کي د یاد سازمان سیاسي استازولۍ یوناما په یوه خپره کړې اعلامیه کي ویلي، چي که پر افغان مېرمنو بندیزونه پای ته ونه رسیږي، نو دا هیواد به د لا زیاتي بې وزلۍ او انزوا کېدو له خطر سره مخ سي.
بل خوا اسلامي امارت وایي، چي د اسلامي شریعت په چوکاټ کي د ښځو حقونو ته ژمن دي.
د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د ښځو پیوستون د نړیوالي ورځي په تړاو ویلي چي اسلامي امارت د ښځو د حقونو په برخه کي پیاوړي او ګړندي ګامونه پورته کړي دي.
ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استول سوي ویډیو کلیپ کي ټینګار کړی، چي اسلامي امارت د اسلام په چوکاټ کي د ښځو حقونو ته ژمن دی.
په افغانستان کي له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د بندېدو شاوخوا دوه نیم کاله کیږي دغه راز د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کي بیا د ښځو پر مخ پوهنتونونه هم بند سول.