د مارک زاکربرگ له پاره بد خبر؛۲۰۲۵ کال په لومړۍ ربع کښي ټيک ټاک د ميټا کمپنۍ د ايپونو څخه مخکي سوی

د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ ربع (Q1) کښي د نړۍ تر ټولو ډېر ډاونلوډ سوي ایپونو په اړه نوي معلومات خپاره سوي، چي ښيي د میټا شرکت ایپونه لکه انسټاګرام، واټساپ او فیسبوک په درجه‌بندۍ کښي شاته پاته سوي دي.
د دغو معلوماتو له مخي، ټیک ټاک (TikTok) د لومړي نمبر ځای خپل کړی، په داسي حال کښي چي انسټاګرام دویم او چیټ جي پي ټي (ChatGPT) درېیم مقام ته رسیدلي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *