د ماشومانو د ژغورني نړۍوال سازمان (Save the Children) خبر ورکړی چي سږ کال په افغانستان کي شاوخوا نهه میلیونه ماشومان له شدیدې لوږي سره لاس او ګريوان دي. دغه سازمان په خپل تازه راپور کي ویلي، دا شمېر د تېر کال پرتله ۱۸ سلنه زیاتوالی ښيي.
په راپور کي ويل سوي، چي د مرستو کمښت او اقتصادي ستونزي د دې لامل سوي چي ګڼ شمېر ماشومان اړین خوراکي توکو ته لاس رسی نه لري.
هغوی ټینګار کوي چي د لوږي دا بحران بېړنیو مرستو ته اړتیا لري، ځکه چي د بوديجې د کموالي له امله د تغذیې پروګرامونه له جدي ګواښ سره مخ سوي دي.
د ماشومانو د ژغورني سازمان له نړۍوالو او مرسته کوونکو ادارو غوښتي چي د افغان ماشومانو د ژغورني له پاره عاجلي مرستي برابري کړي.