د مالیې وزارت وايي، په تېره یوه اونۍ کي یې ۶۰ ټانکره تېل د هرات او فراه ولایتونو د ګمرکونو له لاري بېرته ایران ته ورګرځولي دي.

د ماليې وزارت د یکشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره ویلي، چي تېره اونۍ کي یې په تېلو بار ۶۰ ټانکرونه هغه تېل بېرته ایران ته ورګرځولي دي، چي کیفیت یې ټیټ او افغانستان ته د تېلو د واردېدو پر میعار برابر نه وه.

وزارت زیاتوي، چي دغه تېل یې د فراه ولایت د ابو نصر فراهي او د هرات ولایت د تورغونډۍ له ګمرکونو څخه بېرته ایران ته ورګرځولي دي.

د مالیې وزارت ویلي، چي له دغو بې کیفیته تېلو څخه یوازي ۴۱ ټانکره یې د سها صفا پيټرولیم شرکت له لوري د هرات د تورغونډۍ له لاري را وارد سوي وه.

خو دا نه ده روښانه سوې، چي افغانستان ته د بې کیفیته تېلو د واردولو په تور یې څوک نیولي او کنه.