د متحده عربي امارات دفاع وزارت ویلي، د دغه هیواد هوايي دفاعي سیستم د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو له بریدونو سره په فعاله توګه مقابله کړې ده.
دغه وزارت د جمعې په ورځ ويلي، چي هغه ږغونه چي د هیواد په بېلابېلو سیمو کي اورېدل سوي، د هوايي دفاع له عملیاتو سره تړاو لري.
د اماراتو دفاع وزارت له خلګو غوښتي چي ارام پاته سي او د امنیتي ادارو لارښووني تعقیب کړي.
ياد وزارت دا نه ده روښانه کړې، چي دغه توغندی او بې پيلوټه الوتکي د کوم هيواد څخه پر متحده عربي اماراتو توغول سوي وې.