د متحدو عربو اماراتو په ابوظبي‌ کي د ټي-۱۰ یا لس اوریز کرکټ تجارتي لیګ پيل سو چي ۲۳ افغان لوبغاړي هم پکښي دي

دا اتم ځل دی چي دا لیګ کېږي او دا ځل پکښي دوې نوي لوبډلي هم زیاتي سوي چي په دغه لیګ کي د لوبډلو شمېر ۱۰ ته ورسېدی.

په دغه لیګ کي د نړۍ د نورو هیوادونو لسګونه لوبغاړي هم لوبېږي، د لیګ وروستۍ لوبه د ډسمبر په دویمه نېټه ده.

د ټي-۱۰ د رسمي ویبساټ د معلوماتو په اساس، د دوو نویو عجمان بولټز او آپ نوابز لوبډلو کپتانان افغان لوبغاړي محمد نبي او رحمان الله ګربز دي.

محمد نبي، ګلبدین نایب، مجیب الرحمن او اعجاز احمدزی د عجمان بولټز او رحمان الله ګربز، نجیب الله ځدراڼ، مسعود ګربز، فریدون داودزی او خلیل احمد ګربز د آپ نوابز په لوبډلي کي دي.

نور افغان لوبغاړي کریم جنت، قیس احمد، شرف الدین اشرف او حمزه هوتګ د موریسویل سامپ ارمي؛ راشد خان، حضرت الله ځاځی او محمد شهزاد د بنګله ټایګرز او نوین الحق او فضل حق فاروقي د ډیلي بولز په لوبډلو کي لوبېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *