د‌ مرموزو وژنو په دوام؛ هلمند کښي يو ۳۲ کلن ځوان وژل سوی

د‌ هلمند څخه ځايي سرچینو څراغ تلوېزيون ته ویلي دي، چي د دې ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کښي یو ۳۲ کلن ځوان وژل سوی دئ.
د سرچينې د‌ معلوماتو له مخي، چي دغه ځوان چي ياسين بهار نومېدئ، د تېري چهارشنبې په ماخستن وژل سوی دئ.
د سيمي د اوسېدونکو په وينا چي دغه کس وسلوالو غلو وژلی دئ، خو يوې باوري سرچينې څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي دغه ځوان د خپل ماما په کور کښي نامعلومه کسانو وژلی دئ.
دغه پېښه د ياد ولايت د ط..البانو امنتي چارواکو تائيد کړې ده، خو د‌ عاملينو اړوند ئې څه نه دي ويلي.