د مرکز کابل په احمدشاه بابا مېنه کي دوه وسله وال غله د وسلې په زور د يو کس څخه پيسې او نور قيمتي توکي اخلي

د مرکز کابل په احمدشاه بابا مېنه کي دوه وسله وال غله د وسلې په زور د يو کس څخه پيسې او نور قيمتي توکي اخلي.
د يادي سيمي د‌ امنيتي کېمرو څخه دغه ويډيو څراغ تلوېزيون تر لاسه کړې، چي وسله وال غله د يو ځوان څخه په زور توکي اخلي او وروسته ئې پر مخ وهي.
د کابل اوسېدونکي د وسله والو غلو د زياتوالي څخه شکایت کوي او د ط..البانو څخه ئې د کنټرول غوښتنه کوي.