د مصر په پلازمېنه قاهره کي یوې محکمې د مشهوري تلویزیوني ویاندي سارا خلیفه او ۱۱ نورو کسانو ته د نشهيي توکو د تولید او قاچاق په یوه لویه قضیه کي د اعدام سزا ورکړې.
۳۹ کلنه سارا خلیفه د ناممکن ماموریت په نوم د جرمونو او امنیتي موضوعاتو د خپروني په وسيله مشهوره سوې وه.
پر هغې تور دئ، چي له بهر څخه ئې د رواني نشهيي توکو د جوړولو خام مواد واردول او په دوو اپارتمانونو کي ئې، چي د لابراتوارونو په توګه کارېدل، نشهيي توکي تولید او وېشل.
د قضیې د څېړنو پر مهال له دې ډلي څخه څه باندي ۷۵۰ کیلوګرامه نشهيي توکي او خام مواد، همدارنګه وسلې او مهمات هم نیول سوي دي.