د ملک سلمان خيريه بنسټ له خوا د افغانستان په درې ولايتونو کابل، هرات او بلخ کښي د تېرو دوو هفتو په جريان کښي د ۱۲ زره د سترګو د ناروغانو وړيا درملنه کړې ده.
دغه خيريه بنسټ وايي، چي په ياده شمېره کښي د ۱۳۰۰ کسانو ئې په وړيا ډول د سترګو جراحي عملياتونه ترسره کړي او د پاته کسانو ئې د سترګو معاينه، درمل او عينکي ورکړي دي.
د سترګو د درملني دغه وړيا بهیر د بلخ او هرات وروسته، تېره پنج شنبه په کابل کښي پیل سوی او ټاکل سوې ده، چي تر راتلونکو درو ورځو پوري دوام وکړي. د سره صلیب بنسټ په وینا، دا څلور ورځنی وړیا د درملني پروګرام د افغان سور صلیب په مرکزي روغتون کښي پیل سوی دئ.