د ملګروملتونو د اټومي انرژۍ د څار اداره وايي، ایران خپل د غني سویو یورانیمو ذخیرې د نړیوالي تقاضا خلاف تقریباً تر تسلیحاتي درجې زیاتي کړي دي

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د څار ادارې پرون په یوه محرم راپور کي چي رویټرز او اسوشېټېډ پریس اژانسونو کتلی ویلي، ایران د اګست میاشتي له ۱۷مي د غني سویو یورانیمو ذخیرې ۶۶ فیصده یعني ۲۲ اعشاریه ۶ کیلوګرامو ته زیاتي کړي، چي په مجموع کي دغه ذخیرې ۱۶۴ اعشاریه ۷ کیلوګرامو ته رسېدلي دي.

هغه غني سوي یورانیم چي خالصوالی یې ۶۰ فیصدو ته رسيږي د بمونو جوړولو حد ته یو بل ګام نږدېوالی ښيي، د بمونو جوړولو لپاره باید د غني شویو یورانیمو خالصوالی ۹۰ فیصده وي.

د ملګروملتونو دغه اداره وايي، تهران لا هم د ۲۰۲۳م کال د سپټمبر میاشتي پر پرېکړه بیاکتنه نه ‌ده کړې او د اټومي انرژۍ تجربه کارو مفتشانو ته یې اجازه نه ‌ده ورکړې چي د ایران اټومي پروګرام وڅاري.

د راپور له‌ مخي، د ایران په اټومي تاسیساتو کي د ملګرو‌ملتونو د اټومي انرژۍ د څار ادارې څارونکي کامرې لا هم مختل دي.