اوچا زیاته کړې چي دا د ۲۰۲۴ کال لپاره د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته د کویټ لومړۍ مرسته ده.
د ملګروملتونو دې دفتر پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چي، دغه مرسته به د بېړنیو حالاتو پر مهال د زیانګالو کسانو د ژغورني لپاره ولګول سي.
د دې دفتر په وینا، په افغانستان کي د اړمنو کسانو شمېر په زیاتېدو دی.
د اوچا د راپور لهمخي، په افغانستان کي د هغو کسانو شمېر چي بشري مرستو ته اړتیا لري، له ۲۳ میلیونو څخه اوړي.