د ملګروملتونو د خوړو او کرنې اداره، د نورستان ولایت په څو ولسوالیو کې له ښځینه سرپرستو کورنیو سره د کورنۍ بڼوالۍ د وسایلو او تخمونو د مرستې خبر ورکوي

دې ادارې پر خپله ایکس‌‌پاڼه لیکلي چې په کامدیش، برګمټال، دواب او منډوول ولسوالیو کې پر ۲۳۳۵ ښځینه سرپرستو کورنیو باندې دغه مرستې وېشل سوي دي.

د بیان له‌‌مخې پر دې سربېره ۳۸۵ مېرمنو د خوړو او تغذیې د ودې لپاره د مرخیړیو د کښت کیټونه ترلاسه کړي دي.

له‌دې مخکې دې ادارې شاوخوا درې اوونۍ مخکې ویلي وه، چې له پنځلس زره زیاتو ښځو سره یې چې د خپلې کورنۍ نفقه ګټونکې دي د چرګو، د هغوی د خوراکي موادو، واکسین او د چرګانو د پالنې په برخه کې مرستې کړې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *