د یونېسف اجرایوي مشري کاترین رسل پرون په یوه بیان کي ویلي، په دوه زره پنځه ویشتم کال کي داسي اټکل کوي چي، د نړۍ په ۱۴۶هیوادونو او سیمو کي به دوه سوه دیارلس میلیونه کوچنیان مرستو ته اړتیا ولري.
د همدې لپاره یونېسف د ټولي نړۍ د کوچنیانو لپاره د نهه اعشاریه نهه میلیارډه ډالرو غوښتنه کړې ده، چي لهدې جملې څه باندي یو میلیارډ د افغان کوچنیانو لپاره ورپسي تر ټولو ډېره مرسته د سوډان، بیا د کانګو او ورپسې د فلسطنیانو او لبنانیانو لپاره غوښتل سوې ده.
یونېسف په ۲۰۲۴ کال کي د ټولي نړۍ د کوچنیانو لپاره د نهه اعشاریه درې میلیارډه ډالرو غوښتنه کړې وه.