د ملګروملتونو د کډوالو لويه کمېشنري وایي چي، په پکتیکا کي به اته سوه هغو کورنیو ته اساسي سرپناوي جوړي کړي چي کورونه یې د ۲۰۲۲ کال په زلزله کي ویجاړ سوي دي

د افغانستان لپاره د دې کمېشنرۍ څانګي پر خپله ایکس‌‌پاڼه لیکلي، زیانمنو کورنیو ته به دغه کورونه په ګیان ولسوالۍ کي د افغانستان د پیسو د امانت د ځانګړي صندوق له بوديجې جوړ سي او تمه کوي چي دغه کورنۍ به وکولای سي چي له سږني ژمي مخکي خپلو دغو نویو کورونو ته کډه سي.

د ۲۰۲۲ کال د جون د میاشتي په ۲۲مه یوې زوروري زلزلې پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونه ولړزول چي په نتیجه کي یې د پکتیکا په برمل او ګیان ولسوالیو کي او د خوست په سپیرې ولسوالۍ کي په زرګونو کورونه ویجاړ سول.

د دغه زلزلې له امله له زرو زیات کسان مړه او په زرګونو نورو ټپیان سوي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *