د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په تړاو غونډه جوړوي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي، چي په پلان کي لري دا غونډه د رواني سپټمبر میاشتي په ۱۸مه نېټه ترسره کړي او زیاتوي، چي دغه ناسته کي به د یوناما مشره روزا اوتونبایوا، د ملګرو ملتونو ښځو څانګي مشره سیما باهوس او د مدني ټولني استازي هم ګډون وکړي.

دا غونډه داسي مهال پلان کېږي چي تر دې وړاندي د ( سپتمبر په ۹مه) نېټه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د افغانستان په اړه خپله ۵۷مه غونډه ترسره کړه.

په یاده غونډه کي هم د افغانستان د حالاتو څیړل او د هیواد د خلکو لپاره د حکومت له خوا طرحه سوي قوانینو یو له هغو مهمو موضوعاتو څخه وو چي، په بحث ورباندي سوی.