د ملګرو ملتونو تر څنګ د بريتانيا دولت د څلورو لوړپوړو ط..الب مشرانو نومونه د بنديزونه په ليست کي اصلاح او تازه کړي دي.
د رسنيو د معلوماتو له مخي په دغو کسانو کي د ط..البانو د رئيسالوزرا محمد حسن اخوند، د هغه د مرستیال عبدالغني برادر، د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د کانونو وزیر هدایتالله بدري چي پخوا هم تر بندیزونو لاندي وو شامل دي.
د رسنيو په حواله چي د هغوی د هویت او رسمي اسنادو اړوند معلومات اصلاح او په ياد ليست کي اضافه سوي دي.
د بريتانيا دولت د هغوی شمتنۍ کنګل کړي او پر سفرونو ئې بندیز لګولی.
په ورته وخت کي د ط..البانو د حکومت وياند ذبيح الله م.جاهد د ملګرو ملتونو او بريتانيا د دولت له خوا پر يادو ط..الب مشرانو بنديز غندلی او دا ئې بې عدالتي بللې ده.