د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ایران له لوري پر خلیجي هیوادونو او اردن د ترسره سوو بریدونو په تړاو یو پرېکړه لیک تصویب

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ایران له لوري پر خلیجي هیوادونو او اردن د ترسره سوو بریدونو په تړاو یو پرېکړه لیک تصویب کړی دئ.
په دې پرېکړه لیک کي د شورا غړو دغه بریدونه غندلي او ویلي ئې دي، چي دا ډول بريدونه د نړۍوالو قوانینو خلاف دي او د سیمي او نړۍ د سولي او ثبات له پاره ګواښ بلل کېږي.
راپورونه وايي چي د دې پرېکړه لیک مسوده د خلیجي هیوادونو او اردن له خوا ترتیب سوې.

دا مسوده د چهارشنبې په ماښام د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کي د رایو له پاره وړاندي سوې او د شورا له خوا تصویب سوه.
شورا له ټولو خواو غوښتي چي د تاوتریخوالي د زیاتېدو مخه ونیسي او د نړۍوالو اصولو درناوی دي وکړي.