د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د‌ جمعې په ورځ دوهمه بیړنۍ ناسته کوي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا د جمعې په ورځ سهار لس بجې په نیویارک کي خپله دوهمه بېړنۍ غونډه کوي.
دا غونډه د ایران او اسرائیلو ترمنځ د روان هغه کړکېچ په اړه ده، چي د تېري جمعې په ورځ له هغه وروسته پیل سو، کله چي اسرائیلو د ایران پر ځینو اټومي تاسیساتو او پوځي اهدافو هوايي بریدونه وکړل او ایران هم په جواب کي پر اسرائیلو بریدونه پیل کړل.
دا غونډه د ایران، روسیې، چین، پاکستان او الجزایر په غوښتنه جوړېږي او موخه ئې د روان کړکېچ په اړه بحث کول، د ناورین د پراخېدو مخنیوی او د ډیپلوماتیکو هڅو د زیاتولو اړوند بحث کول دي.
په دې غونډه کي به د دواړو لورو ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو او د احتمالي اټومي ناورین د مخنیوي له پاره د سوله‌ییزو حل‌لارو پر موندلو تمرکز کېږي.
په ملګرو ملتونو کي د اسرائیل استازي داني دانون ویلي، دوی به په دې غونډه کي ګډون وکړي.