د ملګرو ملتونو د بشري استوګني پروګرام (UN-Habitat) وايي چي په افغانستان کي وروستیو سختو سېلابونو د بشري ناورین کچه لوړه کړې او نژدې ۴.۲ میلیونه خلګ اوس بېړنۍ سرپناه ته اړتیا لري.
دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ د وضعیت د جدي ارزوني ترڅنګ له نړۍوالي ټولني د سمدستي مرستي غوښتنه کړې او په خبره ئې دغه زيانمن کسان لاسنيوي ته اړتيا لري.
بلخوا، د ط..البانو د معلوماتو له مخي چي د وروستيو اورښتونو او سېلابونو له امله ۹۵۸ کورونه په بشپړ ډول له منځه تللي او شاوخوا ۴۱۵۵ نور کورونه زیانمن سوي دي، چي ډېری کورنۍ ئې بې ځایه کړې دي.
بايد وويل سي، چي په تېرو دوو اوونیو کي د افغانستان په ګڼو ولایتونو کي پرلهپسې بارانونو او ناڅاپي سېلابونو کرنیزي ځمکي، زیربناوي او د خلګو شتمنۍ سختي زیانمني کړي دي.
راپورونه ښيي چي زیانمن سوي خلګ سرپناه، خوړو او لومړنیو مرستو ته جدي اړتیا لري.