د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کنوانسیون له لوري د افغانستان اړوند د شورا غونډه شروع سوه

د افغانستان اړوند شورا دغه غونډه په جينوا کي تر سره کيږي، په ناسته کي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو راپور ورکونکي ریچارډ بنټ، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کي د افغانستان استازي نصیر احمد اندېشه او د بشري حقونو ملاتړ کوونکي به خپل راپورونه وړاندي کړي.
په ناسته کي د بشري حقونو پر وضعت، د افغان مېرمنو پر حالت، جنستي توپير، پر کوچنيو مذهبي اقلیتونو ظلم، له سيمو څخه په زور د خلګو ایستل او پر عادلانه تګ لارو بحث کيږي.
په دې ناسته کي به د بشري حقونو افغان ښځينه فعالاني او مبارزې مېرمني هم خبري کوي.
سیما ثمر په خپله لومړۍ وینا کي وویل، چي د افغان ميرمنو ژوند ته باید پاملرنه زياته او د فقر په له منځه وړولو یې ټينګار وکړ.
د بشري حقونو يوې بلي فعالي حوريه مصدق بیا د رسنیو پر بنديزونو، د ږغ پورته کوونکو پر تهديد او په افغان ټولنه کي د نجونو په جبري ودولو اندېښنه وښوده.
دوی د نړيوالي ټولني او بشري حقونو له بنسټونو څخه د پوره او ژر پاملرني غوښتنه وکړه
دغه غونډه همدا مهال روانه ده، چي د څراغ همکاران به له غونډي نور جزيات هم له تاسو سره شریک کړي.