د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له پاره د افغانستان ځانګړي راپور ورکوونکي ویلي، چي په ایران کي د وروستیو اعتراضونو پر مهال یو شمېر افغان وګړي وژل سوي او نيول سوي دي.
د ريچارد بنت په وينا ډېری قربانیان عادي خلګ دي، چي ماشومان هم په کښي شامل دي. د نوموړي په وینا، شاوخوا پنځه میلیونه افغانان دا مهال په ایران کي ژوند کوي.
ملګرو ملتونو له ایراني چارواکو غوښتي، چي د اعتراضونو په تړاو د نیول سوو کسانو اعدامونه ودروي او د وژل سوو او نیول سوو کسانو د دقیق شمېر په اړه دي ولس او نړۍوالو ته معلومات ورکړي.
په ورته وخت کي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي چي په دغو اعتراضونو کي ۳۱۱۷ تنه وژل سوي، چي ۲۰۰ ئې امنیتي ځواکونه دي. خو د بشري حقونو ځیني بنسټونه بیا د وژل سوو شمېر له اوو زرو څخه زیات ښيي.