د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۵۹مه غونډه په جینیوا کې پیلېږي

۱۵ جون ۲۰۲۵ – د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۵۹مه غونډه سبا دوشنبه په جینیوا کې پیلېږي. د دې غونډي په اجنډا کې د افغانستان د بشري حقونو وضعیت ته کتنه د مهمو موضوعاتو په سر کي ده. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بینټ دخوا وروستی راپور به د غونډي د بحثونو مرکزي نقطه وي، چي په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو او د عدالت غوښتني ماموریت په اړه به هراړخیزه ارزونه وړاندي کړي.
د راپور له مخي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندي محدودیتونه او د بشري حقونو نقض دوام لري، چي د نړیوالي ټولني جدي پاملرني ته اړتیا لري. د غونډي موخه دا ده چي د عدالت غوښتني او د بشري حقونو د خوندیتوب دپاره عملي ګامونه وڅېړل سي.
د افغانستان دپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) مشري روزا اوتنبایوا ټینګار کړی چې د ښځو د حقونو ساتنه د افغانستان د ثبات او سوکالۍ دپاره اړینه ده. د دې غونډي په ترڅ کي به د بشري حقونو د فعالانو او مدني ټولنو استازي هم خپل نظرونه شریک کړي، ترڅو د افغانستان د خلګو د حقونو د ملاتړ دپاره نړیواله همکاري پیاوړې سي.
دا غونډه به د رواني اوونۍ په اوږدو کې دوام وکړي او تمه کېږي چي د بشري حقونو د وضعیت د ښه کولو دپاره مهمي پرېکړي ولري