د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) په یو راپور کي ویلي چي د روان ۲۰۲۴ کال په لومړیو نهو میاشتو کي په افغانستان کي ۱۵.۳ میلیون کسانو لږ تر لږه د بشري مرستو یو ډول مرسته ترلاسه کړې ده.

دغه ادارې د ایکس په ټولنیزه شبکه کي په یو پیغام کي ویلي، د جنورۍ د میاشتي څخه د سپټمبر د میاشتي ترپای پوري په افغانستان کي د بشري مرستو همکارانو ۱۵.۳ میلیون کسانو ته لږ تر لږه د بشري مرستو یو ډول مرسته رسولې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي چي اړمنو افغانانو ته دا مرستي د نړیوالي ټولني له خوا په افغانستان کي د ملګرو ملتونو ادارو سره د ۹۵۸ میلیونو ډالرو د بودیجې د برابرولو په پایله کي رسیدلي دي.