د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي، چي په روان ۲۰۲۶ کال کي نږدې ۱۶ میلیونه افغان وګړي پاکو اوبو، حفظالصحې او روغتیايي خدمتونو له کمښت سره مخ وي او بشري ملاتړ ته به اړتیا ولري.
د دغې ادارې د معلوماتو له مخي، د اوبو محدودو سرچینو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کي د خلګو ورځنی ژوند ستونزمن کړی او ګڼي کورنۍ اړي دي، چي د څښاک خوندي اوبو د موندلو له پاره اوږده واټنونه ووهي.
اوچا زیاته کړې چي د اوبو کمښت تر ټولو ډېر ماشومان اغېزمنوي، ځکه هغوی د بېلابېلو ناروغیو او روغتیايي خطرونو سره مخ کېږي. همدارنګه سیمهییزي ټولني د دې ستونزي د مهارولو او د اړتیاوو د پوره کولو له پاره د جدي خنډونو سره مخامخ دي.
یادي ادارې له نړۍوالو مرسته کوونکو غوښتي، چي د اوبو او حفظالصحې په برخو کي خپل ملاتړ ته دوام ورکړي، څو د زیانمنو کورنیو اړتیاوي پوره سي.
په ورته وخت کي د ملګرو ملتونو اړوندو بنسټونو مخکي خبرداری ورکړی و، چي اقلیمي بدلونونه، پرلهپسې وچکالۍ او د اوبو سرچینو کمېدل په افغانستان کي د خلګو پر ژوند او خوراکي خوندیتوب منفي اغېزې زیاتوي.