د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، افغانستان ته د ګاونډيو هيوادونو څخه تازه راغلي کډوالي کورنۍ د ژمي له رارسېدو مخکي بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
دغه دفتر د دوشنبې په ورځ پر اېکس لیکلي، چي دغه کورنۍ د سرپناه، ګرمو جامو، کمپلو، خوراکي توکو او نورو اړینو اسانتیاوو له کمښت سره مخ دي.
اوچا له مرستندویه بنسټونو غوښتي، چي د ژمي په موسم کي له دغو کورنیو سره د مرستو لړۍ چټکه کړي او د هغوی اړتیاوو ته دي پر وخت رسېدنه وکړي.