د ملګرو ملتونو د خوړو او کرني ادارې خبرداری ورکړی، چي د کیمیاوي سري د بیو لوړېدل ښايي د افغانستان د راتلونکي کال د غنمو پر حاصلاتو منفي اغېز وکړي.
دغي ادارې ویلي، ډېری بزګران د سري او ښه کیفیت لرونکو تخمونو د اخیستلو وس نه لري، ځکه د دوی اقتصادي توان کم دئ.
دغه اداره وايي، ستونزه د سري په کمښت کي نه ده، بلکي ډېری بزګران د لوړو بیو له امله اړین توکي نه سي اخیستلای.
د FAO په وینا، که بزګران پر وخت تخمونه او سره ترلاسه نه کړي، د غنمو تولید به کم سي او د خوړو خوندیتوب او د کلیوالو کورنیو عایدات به له ستونزو سره مخ سي.