د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره وايي، پر افغان بزګرانو د «غنمو» د تخمونو د مرستي بستې وېشي

دغه بنسټ پر اېکس ویلي، چي په ۲۰۲۴ کال کي به د ۸۵۰ زره کورنیو په ګډون ۵.۹ میلیونه کسان له دغو بستو څخه برخمن سي.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخي، دغه مرستي به د هیواد په سوېل ختيځو سيمو کي ووېشل سي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرني اداره زیاتوي، چې دغه مرستې د نړیوال بانک، د امريكا د بهرني پراختيا بنسټ او سویډن له خوا تمویلېږي.

دا په داسې حال کي ده، چي د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په یوه راپور کي ویلي چي په افغانستان کي ۱۲.۴ میلیونه وګړي د خوراکي توکو له «شديد» ناخوندیتوب سره مخ دي.

دغه سازمان وايي چي ډېری افغان اتباع نه پوهېږي چي خپل راتلونکي خواړه څنګه ترلاسه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *