دغه پروګرام د ایکس په ټولنیزه شبکه کي لیکلي چي د جرمني او سویس هیوادونو له خوا د برابرو سویو دغو مرستو له لاري کوچنیانو ته د تغذیي د برابرولو په ګډون د سیمه ییز اقتصاد د ودې او د ټولنو داقتصادي پیاوړتیا سبب سوی دی.
د خوړو نړیوال پروګرام د ۱۰.۵ میلیونو کسانو ته په تیرو نږدې ۱۱ میاشتو کي د مرستو د برابرولو دا خبر په داسي حال کي ورکړی، چي ملګري ملتونه په افغانستان کي د خپلو بشري پروګرامونو د دوام لپاره د بودیجې د سخت کمښت سره مخ دي.
همدا د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ( اوچا) په یو راپور کي ویلي چي د بودیجې د کمښت له امله په افغانستان کي د خوړو د ویشلو، روغتیايي خدمتونو او د سرپناه د چمتوکولو پروګرامونه د تړل کیدو د ګواښ سره مخ سوي دي.