د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کي د ژمي په موسم کي د اړمنو افغانانو د وضعیت په اړه اندیښنه ښودلې

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کي د ژمي په موسم کي د اړمنو افغانانو د وضعیت په اړه اندیښنه ښودلې او ویلي یې دي، په داسي حال کي چي په دغه هیواد کي میلیونونه کورنۍ د سخت ژمي سره مخ دي، هغوی د خپلو کوچنیانو د تغذيي لپاره کافي خواړه نه لري.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د دوشنبې په ورځ د ایکس په ټولنیزه شبکه کي لیکلي چي په روان ژمي کي په افغانستان کي میلیونونه کورنۍ دوه انتخابه په مخ کي لري، یا دا چي خپل کوچنیانو ته خواړه برابر کړي او یا هم هغوی ګرم وساتي.

ملګرو ملتونو ویلي چي اوس مهال په افغانستان کي ۱۲.۴ میلیونه کسان د خوړو نه خوندیوب سره مخ دي او د دغه هیواد د ۴۴.۵ میلیونو نفوس له هرو څلورو کسانو څخه یو یې په دې نه پوهیږي چي بل ځل لپاره خواړه به له کوم ځایه برابر کړي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چي د افغانستان د وګړو له څلورمي برخي څخه زیات وګړي د لوږي سره مخ دي.

په دې شمیر کي ۲.۴ میلیونه یې په بیړني ډول د خوړو د نه خوندیتوب د حالت سره مخ دي.