د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام: په افغانستان کي مو له څه باندي ۶۵زره سېلاب ځپلو سره مرسته کړې

د غويي یا ثور میاشتي له ۲۱مي د افغانستان شمال ختیځ، شمال، شمال لوېدیځ او لوېدیځ ولایتونه تر سختو اورښتونو وروسته د سېلابونو بهېدلو شاهدان وه چي سلګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله او درانه اقتصادي زیانونه واړول.
د خوړو نړیوال پروګرام پر خپله ایکس­پاڼه لیکلي چي دوی په راروانو اوو میاشتو کي په سېلاب ځپلو سیمو کي د کورنیو د لاسنیوي لپاره ۱۴نیم میلیون امریکايي ډالرو ته اړتیا لري، څو دغه کورنۍ وکولای سي خپل خپل ژوند بیرته عادي حالت ته راولي.
د کوچنیانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف هم پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چي وروستیو سېلابونو په افغانستان کي کوچنیانو ته ډېر او دوامداره خطر پېښ کړی دی.