د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالي روزمیري ډیکارلو کابل ته د خپل سفر پر مهال د ط..البانو د کورنیو چارو له وزیر سراجالدین ح.قاني سره ليدلي.
په دې ناسته کي هغې ويلي چي د افغانستان په اړه د دوحې د بهیر په چوکاټ کي رامنځ ته سوې کاري ډلي پرېکړه کړې، چي خپل راتلونکې غونډه په کابل کي ترسره کړي.
هغې ويلي چي دا پرېکړه د دواړو خواو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا په لور یو مهم ګام بلل کېږي.
د ط..البانو د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخي، په دې لیدنه کي د نړۍوالي ټولني سره د تعامل د پیاوړتیا، د نشهیي توکو پر ضد د مبارزې، د اقتصادي وضعیت د ښه والي، د خصوصي سکټور د ستونزو د حل او د ملګرو ملتونو د همکاریو د اغېزمنتیا په اړه بحثونه سوي دي.