د ملګرو ملتونو د مشارکت کمېټې په ۸۴ مه غونډه کي د افغانستان د رای د حق په اړه د افغانستان غوښتنه یو ځل بیا رد سوه.

په ملګرو ملتونو کي د افغانستان د دايمي استازولۍ سرپرست نصير احمد فايق پر دې پرېکړه نيوکه کړې او ويلي يې دي، چي د افغانستان مصارف د ده په اداره کي نه دي.

ښاغلي فایق دې غونډي ته په وینا کي وویل چي دا پرېکړه «مایوسوونکې او د اندیښنې وړ» ده.

هغه زیاته کړې د قانع کوونکو دلیلونو سره سره چي دوی د هغو سختو واقعیتونو پر بنسټ وړاندي کړي چي افغانستان ورسره مخ دی، له بده مرغه غوښتني یې له پامه غورځول سوي دي.

د يادونې وړ ده، چي د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کي د افغانستان د رايې ورکولو حق د طالبانو تر واکمنۍ وروسته وځنډول سو او لامل يې په دغه سازمان کي د غړيتوب د فيس نه ورکول ياد سول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *