د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو دفتر وایي، په بدخشان، بلخ او کندز ولایتونو کي د سوي وروستۍ سروې له مخي، ۸۵ سلنه کورنیو نه دي توانېدلي چي د کوکنارو د کښت بدیل عاید ترلاسه کړي.
یاد دفتر د دوشنبې په ورځ په خپره کړې اعلامیه کي ویلي چي که څه هم د ط..البانو لهخوا د کوکنارو د کښت بندیز په دې ولایتونو کي تر ډېره عملي سوی، خو د بزګرانو اقتصادي ستونزي لا هم پر خپل ځای پاته دي.
د سروې پر بنسټ، یوازي ۱۵ سلنه کورنیو د بدیلو کرنیزو فعالیتونو له لاري توانېدلي چي خپل زیانونه جبران کړي.
ملګري ملتونه وایي، سره له دې چي په بدخشان کي د کوکنارو کښت یو څه زیات سوی، خو په بدخشان او بلخ کي ۹۵ سلنه بزګرانو د دې کښت پرېښودو خبر ورکړی دئ.
د راپور له مخې، غنم د بدیل محصول په توګه تر ټولو ډېر کرل کېږي، خو عاید ئې د کوکنارو په پرتله ډېر کم دي.
د ملګرو ملتونو په وینا، دا وضعیت د کلیوالو سیمو اقتصادي فشارونه زیات کړي او د بېوزلۍ کچه ئې لوړه کړې ده.
دغه راز، د اقلیمي بدلونو او د اوبو کمښت هم د بزګرانو پر ژوند منفي اغېز کړی دئ.
د دې ادارې سیمهییز استازي، الیور استولپ، ویلي چي د عاید کمښت د کلیوالو اقتصاد کمزوری کړی.
نوموړي ټینګار کړی چي د کوکنارو بدیل له پاره باید پیاوړي او دوامداره پراختیايي تګلاري عملي سي.
ملګرو ملتونو د ط..البانو، سیمهییزو ادارو او نړۍوالو مرستندویانو څخه غوښتي چي د بدیلو کښتونو د اوبو لګولو د ښه سیستم، د کارموندني او مسلکي روزني له پاره ګډ کار وکړي، څو بزګرانو ته د ژوند دوامداره لار پیدا کړي.