دغه ادارې ويلي، له افغان ښځو سره سوي دغه مرستي یې د لسو میاشتو په موده کي کړي دي.
دغه ادارې ویلي، یادي مرستي د روان کال له جنورۍ تر اکتوبر میاشتي د امریکا د نفوسو، کډوالو او پناه اخیستونکو چارو وزارت په مرسته سوي دي.
د ملګرو ملتونو دغه ادارې په داسي حال کي افغان مېرمنو ته د ژوند ژغورلو د مرستو برابرولو ویلي، چي تر دې مخکي یادي ادارې ویلي وه، چي په افغانستان کي په هرو دوو ساعتونو کي یوه مور د مخکنیو تدابیرو د نه شتون او اختلالاتو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
اروپايي ټولنه وايي، په سلو کي ۹۰ښځي اړينو روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري او افغانستان په نړۍ کي د ميندو او کوچنیانو د مړيني تر ټولو د لوړي کچي هیوادونو په کتار کي دی.