د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرامونو مشر وايي، د کوچنیو سوداګریو په وده کي مرسته کوي

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرامونو مشر استفن رودریګیس د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي سره په کتنه کي ویلي، چي دوی له کوچنیو او متوسطو تشبثاتو سره هراړخیزه مرسته کوي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، چي په دې کتنه کي دواړو لورو د صنعتي پارکونو د ودي، د فابریکو پر جوړولو، په لږ پرمختللو ولایتونو کي د اړتیا وړ برېښنا تولید، د کارموندني او یو شمېر نورو مهمو مسایلو په اړه خبري کړي دي.
په همدې حال کي د ملګرو ملتونو دې استازي ویلي، دغه اداره چمتو ده چي د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ له وزارت سره په همږغۍ خپل پلانونه عملي کړي.